د پاکستان پوځ: بلوچستان کې مو ۵ سرتېري وژل شوي

یو شمېر پاکستاني پوځیان

د پاکستان پوځ وايي، ۵ سرتېري یې په بلوچستان ایالت کې له وسله والو مخالفانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې د خبرپاڼې له مخې، سرتېرو یې پرون (شنبه) د کیچ ولسوالۍ په بولیده سیمه کې عملیات کول چې وسله والو مخالفانو یې د پوځیانو د نقلیه وسیله په لاره کې چاودونکي مواد وچاودول او په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمنځ شدیده نښته وشوه.

پوځ وايي چې په دې نښته کې درې حمله کوونکي وسله وال مخالفان یې هم وژل شوي.

د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونه په وروستیو کې لا ډېر نارامه شوي دي.

په بلوچستان کې اکثره بریدونه بلوچ بېلتون غوښتونکي کوي، خو په خیبرپښتونخوا کې بیا ټي ټي پي ډېره فعاله ده.