د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د اوکراین پر ملاتړ ټینګار وکړ

یو شمېر اوکرایني ځواکونه له روسیې سره د جګړې پر کرښه

د فرانسې د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر سټیفان سژورني (Stephane Sejourne) پرون شنبه یو وار بیا له اوکراینه د پاریس د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

سژورني پرون د اوکراین پلازمېنې کییف ته په خپل لومړي رسمي سفر کې دا څرګندونې کړې دي.

هغه داسې مهال کییف ته ورسېد چې وړمه شپه د روسیې حملې د اوکراین پر بېلابېلو برخو روانې وې چې د وروستیو مهالونو تر ټولو سختې هوايي حملې ګڼل شوې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر اوکراین ته داسې وخت سفر کړی چې متحدانو اندېښنه ښوولې وه چې په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ روانه جګړه ښايي د اوکراین د هېرېدو سبب شي.

سټیفان سژورني ویلي، له ګڼو بحرانونو سره- سره به اوکراین لا هم د فرانسې لپاره لومړیتوب وي.