نن په غزه کې د جګړې سلمه ورځ ده

غزه کې روانې جګړې ملکیانو ته درانه تلفات اړولي

نن یکشنبه په غزه کې د اسراییل او توندلارې ډلې حماس ترمنځ د روانې جګړې سل ورځې پوره شوې.

اسراییل پرون هم په غزې تړانګه کې د خپلې تر ټولو خونړۍ جګړې په دوام، د دې کلابند شوي قلمرو بمبارۍ ته دوام ورکړ.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدرة پرون شنبه ویلي چې د ۲۴ ساعتونو پر مهال د اسراییل په بمباریو کې ۱۳۵ کسان وژل شوي او ۳۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د ده په وینا، د اکتوبر له اوومې د غزې په جګړه کې ۲۳زره ۸۴۳ کسان وژل شوي چې ډېری یې ملکیان دي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید یا رد کړي نه دي.

اسراییل چې د حماس ډلې تر ختمېدو پورې یې د جګړې د دوام خبره کړې، له سختو فشارونو سره مخامخ دی.

پرون هم د لندن په مرکزي برخه کې ګڼ ماشومان له هغو زرګونو لاریون کوونکو سره یوځای شول چې د فلسطینیانو په ملاتړ راوتلي وو.