«د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټونو» د طالبانو لخوا د ښځو بندیانول وغندل

له ارشیفه د طالبانو خلاف د دوو ښځو اعتراض

د ایران په پلازمېنه تهران کې «د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټونو» د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو خپلسري نیول وغندل.

د دغه بنسټ نږدې لسو غړو پرون شنبه په یوه اعتراض کې وویل چې د طالبانو حکومت له دین څخه د ابزار په توګه استفاده کړې ده.

د دغو بنسټونو غړو له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره لا ډېر اقدامات وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما تېره پنج شنبه په یوه اعلامیه کې په کابل او دایکندي کې د جنورۍ له لومړیو د بدحجابۍ په تور د ښځو او نجونو پر نیول کېدو انتقاد وکړ.

طالبانو مخکې تایید کړې وه چې ځینې ښځې یې د بشپړ حجاب نه رعایت په تور نیولي دي.