پاکستان نن بیا تورخم دروازه د ترانزیت پر مخ وتړله

د تورخم تړل شوې دروازه

پاکستان نن سهار یو ځل بیا د تورخم دروازه د ترانزیت پر مخ تړلې ده.

دا خبر په ننګرهار کې باختر اژانس د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست د چارواکو په وینا خپور کړی دی.

د خبر له مخې، د پاکستان له لوري د دروازې د تړلو علت د بارو وړونکو موټرو له چلونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنه ده.

طالبان وایي چې دوی هم له پاکستاني موټر چلونکو د ویزې او پاسپورټ غوښتنه کوي چې له دې امله اوس دواړو خواوو ته د موټرو تګ راتګ بند دی.