عزیزي ګروپ: په افغانستان کې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوو

د عزیزي ګروپ اړوند د عزیزي بانک تصویر

افغان پانګوال میرویس عزیزي وایي، په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان دننه د برېښنا او اوسپنې د پټلۍ د جوړېدو په برخو کې به د لس میلیارډه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

میرویس عزیزي چې په دوبۍ کې د مهمو شرکتونو څښتن دی او په افغانستان کې دوه لویې بانکي شبکې لري، دا اعلان پرون د هرات په زنده جان ولسوالي کې د زلزله ځپلو لپاره د ده د بنسټ له لورې د جوړ شوي ښارګوټي د پرانېست غونډې پرمهال وکړه.

دا ښارګوټی چې شاوخوا دوه سوه شل کورونه لري دوه سوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د عزیزي ګروپ مشر څرګندوي چې د ده تخینکي ډله به ډېر ژر کابل ته ولاړه شي او د دې پانګونې په اړه به له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي.

دا معلومه نه ده چې ښاغلی عزیزي به له ژمنې سره سم په میلیارډونو ډالر پیسې د افغانستان بانکونو ته چې نړیوال بندیزونه پرې لګیدلي دي څرنګه انتقالوي.