اسراییل د قطر په همکارۍ غزه کې یرغمل شویو کسانو ته درمل رسوي

په غزه کې د یو شمېر یرغمل شویو اسراییلیانو تصویرونه

اسراییل له قطر سره موافقه وکړه چې په غزه کې دې هغو برمته شویو کسانو ته دارو درمل ورسوي چې له حماس سره دي.

حماس ډله د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنې لخوا، ترهګره ډله ګڼل کیږي.

د اسراییل د صدراعظم دفتر پرون په یوه بیان کې وویل چې دا دارو درمل به په راتلونکو څو ورځو کې انتقال شي.

لاهم په غزه کې تر سلو ډېر کسان برمته شته.

دوی وروسته تر دې برمته شول چې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله وال د اسراییل جنوب ته داخل شول او هلته یې عملیات وکړل.