طالبانو له افغان کډوالو سره د پاکستان د ناوړه چلند د ختمېدو غوښتنه وکړه

په کراچۍ کې پولیس د یوه افغان کډوال د کور د پلټلو پر مهال

طالبان وايي، د دوی د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د پاکستان د جمعیت علمای اسلام‌ف ګوند له مشر ملا فضل الرحمن سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره د پاکستان د ناوړه چلند د ختمېدو غوښتنه وکړه.

ملي راډیو تلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن جمعه د دې کتنې خبر ورکړی دی.

د خبر له مخې فضل الرحمن ویلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ګڼو دیني عالمانو د لړم یا عقرب پر ۲۵مه د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره په کتنه کې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج ملاتړ کړی و.

له پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج بهیر ګړندی شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې فضل الرحمن د پاکستان د حکومت په استازیتوب افغانستان ته نه دی تللی، بلکې دا سفر یې شخصي کړی دی.

هغه د طالبانو له عمومي مشر ملا هبة الله سره هم کتلي دي.