د کندهار د مطبعو مسوولان: اقتصادي ستونزو مو په کارونو اغېزه کړې

ارشیف: په افغانستان کې د چاپ یو ماشین

په کندهار کې د چاپي مطبعو کارونه پیکه شوي دي.

په دغه ولایت کې د چاپي مطبعو مسوولان وايي، په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت خرابېدو د دوی په کارونو هم اغېز کړی او د پخوا په څېر خلک کتابونه، مجلي او نور توکي نه چاپوي.

دوی دغه راز وايي، پر چاپي توکو د مالیې زیاتوالي هم د دوی پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور