امریکا او بریتانیا په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو بریدونه کړي

د امریکا او بریتانیا هوايي ځواکونه پر حوثي یاغیانو د بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.

امریکا او بریتانیا په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو بریدونه کړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن پنجشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې په سره سمندرګي کې پر نړیوالې بېړۍ چلوونې د حوثي یاغیانو د بې ثباتوونکو او خطرناکو بریدونو په ځواب کې د امریکا او بریتانیا پوځ د اسټرالیا، بحرین، کاناډا او هالند په همکارۍ په یمن کې د حوثيانو تر کنټرول لاندې سیمو کې پر پوځي اهدافو بریدونه ترسره کړي.

اسټن خبرداری ورکړ چې که حوثیان خپل بریدونه ونه دروي ډېر نوی تاوان به وکړي.

خو حوثي یاغیانو ګواښ کړی چې د امریکا او بریتانیا له هوايي بریدونو سربېره به په سره سمندرګي کې له اسراییل سره تړلې کښتۍ هدف ګرځوي.

ایران هم په حوثي یاغیانو باندې د بریدونو په غبرګون دا کار د یمن د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.

پر اسراییلو د حماس د بریدونو له پیله حوثیانو د دې ډلې په ملاتړ په سره سمندرګي کې د اسراییل سره تړلې کښتۍ هدف ګرځوي.

حماس د امریکا او اروپايی ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.