د سعودي پاچا خیریه مرکز افغان زلزله ځپلو ته د خوراکي توکو ۴۰۰ بستې استولي

د هرات د زلزله ځپلو کورنیو خیمې

د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه مرکز اعلان کړی چې په افغانستان کې یې زلزله ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو ۴۰۰ بستې استولي.

د سعودي عربستان د ریاض ورځپاڼې خبر ورکړی چې له دغو بستو څخه به شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ برخمنې شي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې دغه مرستې پرون کندهار ولايت ته ورسېدې.

د سعودي دغه مرسته په داسې حال کې شوې چې په هرات ولایت کې د اکټوبر میاشتې د زلزلې یو شمېر قربانیان د ژمي په سړه هوا کې د لومړنیو مرستو او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.