له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د بایډن د ادارې پالیسي وڅېړل شوه

د امریکا پر کانګرس د دې هېواد بیرغ

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ولسمشر جوبایډن د ادارې پالیسي وڅېړله.

په دې غونډه کې چې پرون د جنورۍ ١١مه ترسره شوه، د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر مايکل مکال وويل چې طالبان د امريکا د ماليه ورکوونکو له پيسو څخه تر بل هر وخت ډېره ګټه پورته کوي.

هغه طالبان ترهګر هم وبلل او زیاته یې کړه چې طالبان د القاعده شبکې په ګډون ترهګرې ډلې تمویل او تجهیزوي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي توماس وېسټ د کانګرس د ځینو غړو له خوا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره د مالي مرستو په اړه انتقادونه وشول.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو امريکا په وار وار ويلي، چې د دوى لسګونه ميليونه ډالره مرسته طالبانو ته نه ورکول کېږي، بلکې مرستندويه ادارو ته د بشري مرستو په خاطر سپارل کېږي.