ترکیې افغان پناه غوښتونکو ته د ویزو او استوګنې د اسنادونو ورکول رد کړل

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان

‌د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، افغان پناه غوښتونکو ته د ویزو او په ترکیه کې د استوګنې د اسنادو د ورکړې ژمنه نه ده شوې.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون پنجشنبه دا څرګندونې کړې دي.

هغه د ترکیې په پارلمان کې د اپوزیسیون د عمده ګوند 'خلکو جمهوري ګوند' د مرستیال دینیز دیمیر د پوښتنې په ځواب کې دا خبره کړې ده.

تر دې مخکې داسې ګنګوسې وې چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني او د کابل لپاره د ترکیې د شارژدافېر او د سفارت د سرپرست جینک اونال ترمنځ په یوه تازه کتنه کې افغان پناه غوښتونکو ته د کاري ویزو د ورکړې پر قانوني کېدو خبرې شوې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د طالبانو د حکومت د دې وزیر او د ترکیې د شارژدافېر ترمنځ دا یوه عادي کتنه وبلله.

د هغه په وینا، په دې کتنه کې له افغانستانه د غیرقانوني کډوالو د مسایلو او افغانستان ته د دوی د ستنولو په باب بحث شوی دی.

په ترکیه کې وخت ناوخت افغان کډوال نیول کېږي او ځینې یې په ځانګړو الوتنو کې بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.