طالبان: چین په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ په ختمولو کې همکاري کوي

د چین بیرغ

په چین کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وايي چې چین غواړي په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ په ختمولو کې همکاري وکړي.

دغه سفارت ویلي، دا خبره پرون پنجشنبه د چین د نړیوالې پراختیا د همکارۍ ادارې CIDC مرستیال لې مینګ د طالبانو له سرپرست سفیر ملا اسد الله مشهور په بلال کریمي سره په کتنه کې کړې ده.

د سفارت د اعلامیې له مخې لې مینګ ویلي، د افغانستان له ادارو سره په همغږۍ غواړي د لارې یوه نقشه جوړه او د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو لپاره خپلې مرستې وکړي.

په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې ګوزڼ یا پولیو ناروغي لا هم په کې ختمه شوې نه ده.

د مرغومي/ جدي پر پنځمه هم د زابل روغتیا ریاست چې د طالبانو په کنټرول کې دی، په مرکز کلات کې د ګوزڼ د دوو مثبتو پېښو د ثبت راپور ورکړی و.

که څه هم د طالبانو روغتیا وزارت لا رسماً د دغو پېښو د تایید یا رد په اړه څه نه وو ویلي، خو مخکې تر دې په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.