ایمرجنسي: د کابل په دشت برچي کې د پرونۍ چاودنې له کبله ۱۳ کسان ټپیان شوي

ارشیف: په کابل کې د ایمرجنسي روغتون

ایمرجنسي وايي، د کابل په دشت برچي کې د پرونۍ چاودنې له کبله ۱۳ ټپیان وروړل شوي دي.

د ایمرجنسي روغتونونو بنسټ پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې ویلي، د کابل له اتلسمې ناحیې د دوی د کابل روغتون ته د ۶ ښځو او ۲ ماشومانو په ګډون ۱۳ ټپیان وروړل شوي دي.

پرون کابل کې دوې چاودنې وشوې چې یوه د خیرخانې مېنې ابومسلم خراساني جومات ته څېرمه او بله ماسپښین مهال په دشت برچي کې وه.

د کابل د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دشت برچي کې د لاسي بم په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

تېره شنبه هم په دشت برچي کې په یوه کاسټر ډول موټر کې د چاودنې په نتیجه کې ۳ تنه ووژل شول او ځینې نور کسان ژوبل شول.

د دې برید مسوولیت د داعش افراطي ډلې منلی و.