د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ۱۴ میلیون ډالره لیلاموي

ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک یوه څنډه کې امریکايي ډالر

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره سبا شنبه ۱۴ میلیون امریکايي ډالره لیلاموي.

دغه بانک پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې له سوداګریزو بانکونو ، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غواړي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک تر دې مخکې هم د هغه څه په خاطر چې د افغانیو د ثبات ساتل بلل شوي، میلیونونه ډالر لیلام کړي دي.

پرون د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په ۷۰ افغانۍ او ۷۵ پوله تبادله کېده.

که څه هم د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ثبات تر ډېره ساتل شوی، خو خلک شکایت لري چې د اړتیا وړ توکو بیې لا هم ټیټې شوې نه دي.