په کابل کې چاودنې شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د راپورونو له مخې، نن په کابل کې دوې چاودنې شوي دي.

لومړۍ چاودنه سهار وختي د خیرخانې مېنې ابومسلم خراساني جومات ته نژدې وشوه.

د دې چاودنې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دوهمه چاودنه ماسپښین په دشت برچي سیمه کې شوې ده.

تراوسه پورې د دې چاودنې، چې ویل کېږي له درو بجو وروسته شوې، ډېر جزییات نه دي څرګند.

خو د پېښې یوه شاهد ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د برچي سیټي سنټر د سوداګري مرکز مخته شوې ده.

ویل شوي چې په دې چاودنه کې مرګ ژوبلې پېښې شوي خو کره شمېر یې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې معلوم نه دی.

طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د دې اوونۍ د شنبې په ورځ په دشت برچي کې په یوه کاسټر موټر کې د چاودنې په نتیجه کې ۳ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د دې برید مسوولیت داعش سختدریځې ډلې په غاړه واخیست.