ایران د کرمان د خونړیو چاودنو د عاملانو نومونه خپاره کړل

د کرمان پېښې یو شمېر قربانیان

د ایران د استخباراتو وزارت د کرمان د بمي چاودنو د عاملانو نومونه خپاره کړل.

د ایران د دولتي خبري اژانس، ایرنا د راپور له مخې، د استخباراتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چاودنو اصلي عامل د عبدالله تاجکي په نوم یو تاجکستانی و.

دا وزارت همداراز وايي، عبدالله تاجکي د دسمبر په نولسمه له یوې ښځې او یوه ماشوم سره له جنوب ختیځو پولو په قاچاقي لارو ایران ته راغلی او د کرمان ښار په څنډه کې یې کور کرایه کړی و.

د ایران د استخباراتو وزارت تر دې وړاندې یوازې دومره ویلي و چې د کرمان د چاودنو یو عامل د تاجکستان تبعه و او د هغه نوم یې هم نه و څرګند کړی.

د روانې جدي په ۱۳ مه په کرمان کې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د تلین په غونډه کې دوو چاودنو تر ۹۰ ډېر کسان ووژل.

د وژل شویو کسانو په منځ کې لږترلږه ۱۲ تنه افغانان هم شامل دي.

داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې د دې برید مسوولیت ومانه.