امنیت شورا: ایران دې په سور سمندرګي کې د حوثي وسله والو د بریدونو ملاتړ ودروي

سور سمندرګی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (چهارشنبې) په سور سمندرګي کې پر سوداګري بېړیو د حوثي وسله والو د حملو د پای ته رسېدو لپاره د جاپان او امریکا له لوري وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ.

په دغه پرېکړه لیک کې د ایران له ملاتړه له برخمنو حوثیانو څخه غوښتل شوي چې په سور سمندرګي کې بریدونه سمدلاسه ودروي.

امنیت شورا همداراز له دې ډلې غوښتي چې د ګلکسي لیډر تجارتي بېړۍ خوشې کړي.

دا بیړۍ چې خاوند یې یو اسراییلی سوداګر دی، د جاپان تر مدیریت لاندې وه، او د حوثيیانو له لوري د نوومبر په شلمه له ۲۵ عملې سره وتښتول شوه.

امنیت شورا د روسیې له لوري د ځینو تعدیلونو وړاندیز ته، چې پرېکړه لیک یې کمزوری کاوه، منفي رایه ورکړه.