یوه طالب مقام د " نامناسب حجاب" په تور کابل کې د یو شمېر ښځو او نجونو بندي کول تایید کړل

تصویر له ارشیفه - سمبولیکه بڼه لري

د طالبانو یوه چارواکي ویلي، تازه په کابل کې څو نجونې او ښځې د دوی په ټکو " نامناسب حجاب" له کبله توقیف شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس د طالبانو د یوه امنیتي مسول احسان الله ثاقب له قوله پرون چهارشنبه راپور ورکړی چې ویلي یې دي، دغه مېرمنې او نجونې د ښځینه پولیسو په مرسته توقیف شوې دي.

اژانس زیاته کړې چې د طالبانو دغه چارواکي پرون د کابل په دشت برچي کې یوې غونډې ته په وینا کې دغه خبرې کړي، خو د نیول شویو نجونو شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

فرانس پریس د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د یوه ویاند عبدالغفار سباون په حواله ویلي چې توقیف شویو ښځو ته یوازې د حجاب سپارښتنه شوې.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو د اجباري حجاب په ګډون یوشمېر محدودیتونه لګولي، خو د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو بنسټونو د دوی حکومت له ښځو سره په جنسیتي تبعیض تورن کړی دی.

طالبانو نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته ښونځیو او دغه راز کار کولو منع کړي او له محرم پرته یې د هغوی په لرې سفرونو بندیز لګولی دی.