په منځني ختیځ کې کړکېچ او بحرین ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس سره د انتوني بلینکن لیدنه

د اسراييلو او حماس ترمنځ د جګړې د پراخېدو د مخنيوي لپاره د امريکا هڅې چټکې شوې دي.

په همدې هدف د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن رام الله ته د خپل سفر او د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره د کتنې پر مهال ویلي چې واشنګټن د فلسطیني دولت د جوړولو لپاره د کوټلو اقداماتو ملاتړ کوي.

د دې غونډې په ترڅ کې عباس بلینکن ته وویل چې اسراییل باید د غزې په تړانګه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر ضد له تاوتریخوالي لاس واخلي.

له اسراییلو او رام الله وروسته، بلینکن پرون ماښام (د جنورۍ ۱۰مه) بحرین ته ورسېد. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې له اسراییلو ځینې غوښتنې مطرح کړې او ویې ویل:

"اسراییل باید د فلسطین د رهبرانو شریک وي، هغوی چې غواړي د دوی خلک د یو ګاونډي په توګه د اسراییل تر څنګ په سوله کې ژوند وکړي. اسراییل باید د هغو کړنو مخه ونیسي چې د اغېزناکې حکومتولۍ هدف ته د رسیدو لپاره د فلسطینیانو وړتیا له خنډ سره مخ کوي."

په عین حال کې سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره سم اسراییل په غزې تړانګه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د اسراییلو پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د حماس پر ۱۵۰ هدفونو یې بریدونه کړي دي. حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لخوا یوه ترهګره ډله ګڼل شوې.

غزه کې لا هم جګړې او ویجاړۍ دوام لري

د حماس تر کنټرول لاندې غزې روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو په بریدونو کې نږدې ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.

د حماس او اسراییلو تر منځ له تیرو درېیو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده.

د اکتوبر پر اوومه، کله چې د حماس جنګیالیو پر اسرائیلو برید وکړ، په هغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

همداشان د حماس لخوا شاوخوا ۲۴۰ تنه یرغمل شوي وو.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې په دغه ښار کې تر ۲۳ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

دواړه خواوې یوازې یو ځل اوه ورځنی اوربند ته رسېدلي دي چې په ترڅ کې یې حماس ډلې یو شمېر یرغمل شوي کسان خوشې کړل او اسراییلو هم یو شمېر فلسطیني بندیان له زندانه ازاد کړل.

تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اردن او مصر ته هم ولاړ شي او د دغو هېوادونو له مشرانو سره په کتنه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د یو بل اوربند پر احتمال خبرې وکړي.