بلینکن: ایران په سور سمندرګي کې د حوثي یاغیانو د بریدونو ملاتړ کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر،انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر ایران تور ولګاوه چې په سور سمندرګي کې د یمن د حوثي یاغیانو د بریدونو ملاتړ کوي.

انتوني بلینکن پرون (د جنورۍ په ۱۰) په بحرین کې خبریالانو ته وویل چې په کښتیو باندې د حوثي یاغیانو بریدونه د ایران له خوا تمویل او هڅول کیږي.

هغه زیاته کړه چې ایران د یمن حوثي یاغیانو ته په سره سمندرګي کې د ټیکنالوژي، تجهیزات، استخباراتي معلومات او د کښتیو په اړه معلومات ورکوي.

په ورته وخت کې د بریټانیا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو په سره سمندرګي کې له امریکا سره په ګډه د سه شنبې په شپه ۱۸ بې پیلوټه الوتکې او د حوثي یاغیانو درې راکټونه له منځه وړي دي.

حوثي یاغیانو چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي خبرداری ورکړی چې په سره سمندرګي کې به تر هغو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو چې اسراییل غزې ته د بشري مرستو د رسولو اجازه ورنه کړي.