د امنیت شورا یو شمېر غړي: روسیې له شمالي کوریا د راکټونو د ترلاسه کولو سرغړونه کړې

د روسیې او شمالي کوریا بیرغونه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو روسیه تورنه کړې چې له شمالي کوریا د راکټونو په ترلاسه کولو سره یې د دې شورا د دایمي غړي په توګه له خپل دریځ څخه سرغړونه کړې ده.

د امنیت شورا دغو غړو پرون (د جنورۍ ۱۰) وویل چې روسیې پر اوکراین د دغو راکټونو په ویشتلو سره د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک تر پښو لاندې کړی دی.

د امريکا متحدو ايالتونو، برېتانيا او فرانسې چې درې واړه د امنيت شورا دايمي غړي دي، په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، د دې شورا د دايمي غړي له خوا دا ډول اقدام د ده له خپل مقامه ناوړه ګټه پورته کول دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړو جاپان، مالتا، سلوینیا او سویلي کوریا هم د روسیې په اړه د دایمي شورا د درېیو غړیو له پاسني دریځه ملاتړ کړی دی.