مجاهد: د هرات زلزلو ځپلو ته ۳۶ نوي جوړ شوي کورونه وسپارل شول

د سپارل شویو کورونو تصویر

د طالبانو حکومت وايي په هرات کې يې ۳۶ بابه نوي جوړ شوي کورونه زلزله ځپلو خلکو ته وسپارل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې ناوخته په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو بیان خپور کړی.

هغه ویلي چې دا کورونه د رباط سنګي ولسوالۍ خوش رباط او باغ زحمت کې هغو کورنیو ته سپارل شوي چې کورونه یې په زلزلو کې ویجاړ شوي وو.

په هرات کې تېر اکتوبر سختو زلزلو نږدې یو نیم زر کسان مړه او څه باندې ۲۰۰۰ نور ټپیان کړل.

همدارنګه شاوخوا ۵۰۰۰ کورونه هم په زنده جان، کشک رباط سنګي او نورو سیمو کې ویجاړ شوي.

د ژمي په موسم کې لا هم ډېر شمېر زلزله ځپلي شکایت کوي چې د کورونو د جوړولو پروسه پڅه روانه ده او دوی تر خیمو لاندې په سړه هوا کې ژوند کوي.