ملګري ملتونه: افغان اړمن په ۲۰۲۴ کې د مرستو لپاره ۳،۶ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري

یو شمېر بې وزلۍ ځپلي افغان ماشومان - ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د رسېدو لپاره ۳،۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

دغې ادارې پرون (د جنورۍ ۱۰مه) په خپله ایکس پاڼه کې ویلي چې دا مهال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیونه خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ناورینونه، طبیعي پېښې او بې وزلي د افغانانو لپاره جدي ننګونې دي.

د مرستې غوښتنه د خوراکي موادو، څښاک صحي اوبو، روغتیايي خدماتو، درملو، تعلیمي خدماتو او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره شوې ده.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې ویلي و چې د بودیجې او مالي ملاتړ د نشتوالي له امله یې له افغانستان سره خپلې مرستې لس میلیونه کسانو ته کمې کړي او په دې هېواد کې مرستې یواځې درېیو میلیونو ته کسانو سره کيږي.