رسنۍ: مولانا فضل‌الرحمان د طالبانو له مشر هبت‌الله اخندزاده سره کتلي

د پاکستان د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان

د یو شمېر رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان نن په کندهار کې د طالبانو له مشر هبت‌الله اخندزاده کتلي دي.

دا خبر ځینو پاکستاني رسنیو ورکړی او په کابل کې طلوع نیوز هم خپور کړی دی.

په خپله طالبانو تراوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ او په کابل کې یې د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په شمول له یو شمېر طالب چارواکو سره خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې مولانا فضل الرحمان د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره دا سفر پیل کړی دی.

پاکستان تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې پناه اخلي، افغان طالبان دا تور ردوي او وایي چې پاکستان په خپله د خپلې خاورې د امنیت مسوولیت لري.