طالبان د کډوالو ستونزو د حل په موخه یو ایرانی پلاوی کابل ته رادعوتوي

د ایران بیرغ

د طالبانو حکومت وايي، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه به یو ایراني پلاوی رسماً کابل ته دعوت کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او په کابل کې سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې ویلي، په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقي او قضايي ستونزو د حل په موخه به ستره محکمه له ایرانه یو باصلاحیته قضايي او حقوقي پلاوی کابل ته رادعوت کړي.

ضیا احمد په دې اړه چې کله به دا پلاوی کابل ته راځي نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ایران له ځانګړي استازي او سفیر سره پرون کتنه درلوده.

د ضیا احمد په خبره، دواړو لورو د همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړي دي.

په دې وروستیو کې ایران په زرګونو هغه افغانان له دې هېواده اخراج کړي چې د دوی په خبره، په دې هېواد کې يې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.