په کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت داعش ډلې ومانه

ارشیف: په کابل کې د چاودنې له کبله یو موټر سوځېدلی

په کابل کې د پرون ماښام چاودنې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.

په کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د ۱۶ناحیې په الوخېلو سیمه کې په یوه مسافر وړونکي موټر کې چاودنې ۳ ملکیان وژلي او ۴ نور یې ټپيان کړي.

خو داعش ډلې د اعلام په نوم یوې پاڼې کې ادعا کړې چې دوی د کابل شپاړسمې ناحیې سره د پلچرخي زندان په یوه موټر باندې په بمي چاودنې د دې محبس لږ تر لږه لس کارکوونکي مړه او ټپیان کړي دي.

د طالبانو چارواکو لا څه نه دي ویلي چې دا برید چا کړی خو دا یې اعلان کړې چې یو مشکوک کس یې د دې برید په تړاو نیولی دی.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې چاودنه په یوه واړه مسافروړونکي موټر 'مرسدیز' کې شوې ده.

دا په کابل کې روانه اوونۍ دوهمه چاودنه وه چې داعش خراسان څانګې یې مسوولیت منلی دی.

لومړۍ چاودنه شنبه په دشت برچي کې وشوه چې د طالبانو د امنیتي چارواکو په خبره لږ تر لږه ۲ کسان په‌کې ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.