د افغانانو په ګډون څه باندې ۳۲۰زره کسانو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

د جرمني بیرغ

په ۲۰۲۳ کال کې د افغانانو په ګډون څه باندې ۳۲۰زره کسانو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د جرمني د ډي پي خبري اژانس د خبر له مخې د مهاجرو او پناه غوښتونکو لپاره د جرمني فدرالي دفتر په دې وروستیو کې خپلې کلنۍ احصایې خپرې کړي او ویلي یې دي چې له ۲۰۱۶م کال راهیسې تر ټولو زیات شمېر کسانو تېر ۲۰۲۳ کال دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې ډېری پناه غوښتونکي له افغانستان، ترکیې او سوریې څخه جرمني ته تللي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې یواځې ۲۳زره د پناه غوښتنې هغو ماشومانو ته شوي چې په جرمني کې تازه زېږېدلي.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ پر افغانستان بیا واکمن شول، لسګونه زره افغانان اروپايي هېوادونو په تېره بیا جرمني او ګڼ نور بیا امریکا ته کډوال شول.

په دې سربېره لسګونه زره نورکسان هم په ناقانونه توګه په قاچاقي لارو جرمني ته ولاړل.