په بدخشان کې زلزله شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

یوه زلزله چې شدت یې نسبتاً کم و، د شپې په یوه بجه او ۲۷ دقیقې د افغانستان په بدخشان ولایت او شاوخوا سیمو کې احساس شوه.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې پر اساس، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت له مرکز فیض اباد څخه ۶۹ کیلومتره لېرې و.

د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۲ درجې اټکل شوی دی.