بلېنکن: د منځني ختیځ مشران د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د خپرېدو د مخنیوي اراده لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له خبریالانو سره د خبرو پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د منځني ختیځ هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې وویل، د دغو هېوادونو مشران کلکه اراده لري چې په سیمه کې د اسراییل او د حماس د سختدریځې ډلې ترمنځ د جګړې د خپرېدو مخه ونیسي.

بلېنکن پرون دوشنبې په سعودي عربستان کې خبریالانو ته وویل، له هغو ټولو کسانو سره چې ده خبرې ورسره کړي دي، د اوسنۍ ستونزې خپرېدو ته متوجه شوي او فکر نه کوي چې په یوه شپه کې دې څه پېښ شي.

ده همداراز وویل، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، اردن او ترکیې موافقه کړې چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې د بیا رغونې او د هغې د ادارې لپاره پلان جوړ کړي.