اوچا: د افغانستان له نیمایي زیات وګړي به پر بشري مرستو متکي وي

په ارزګان کې له بې وزلو سره د مرستو یو انځور

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا اټکل کوي چې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي به په نوي میلادي کال کې هم پر بشري مرستو متکي وي.

اوچا پر ریلیف ویب خبري ویبپاڼې په یوه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي چې شاوخوا ۲۳،۷ میلیون افغان وګړي به د بقا لپاره په ۲۰۲۴ کال کې د نړیوالو بشري مرستو ته اړ وي.

د راپورله مخې د افغانستان تقریباً نیمايي وګړي بې‌وزله دي چې دا شمېره د اوچا د بیان له مخې په مېرمنو کې لوړه ده.

بیان زیاتوي چې که څه هم په تېر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان له اقتصادي پلوه نسبي ثبات درلوده، خو بیاهم ۶۵ سلنه کورنیو اقتصادي ضربه لیدلې ده.

د ملګروملتونو د څېړنو له مخې افغانستان د بیځایه شویو کډوالو، د ماینونو او ناچاودو مهماتو، د جنسیت په اساس د تشدد د ګواښ، د ماشومانو د جبري کار، په کم عمر د نجونو د ودونو او د ذهني ناروغانو او رواني مرستو ته د اړو خلکو د لوړې کچې له پلوه پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.