مولانا فضل الرحمن د طالبانو له رییس الوزرا سره کتلي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام‌ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام‌ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخوند سره کتلي دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند ایکسپاڼې نن په ارګ کې د دې لیدنې عکسونه خپاره کړي دي.

لا جزییات نه دي خپاره شوي چې ملا حسن اخوند او مولانا فضل الرحمن په کومو موضوع ګانو خبرې کړي.

مولانا فضل الرحمن کابل ته تر سفر مخکې ویلي وو چې د اړیکو د ښه کولو او د پاکستاني چارواکو پیغامونه او دريځونه طالب چارواکو ته رسوي.

مولانا فضل الرحمن پرون کابل ته په رسېدو د طالبانو له لوړپوړو چارواکو له هغې ډلې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د کابینې له یو شمېر نورو غړیو سره لیدلي.

په یوه بیان کې د مولوي کبیر په حواله ویل شوي چې د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ نه پېښېږي.

هغه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه ناسمه بللې ده.