پاکستان: د جنوري تر اوومې نږدې ۴۶۲زره افغانان ایستل شوي

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي.

د پاکستان حکومت ویلي، د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري او د جنوري تر اوومه پورې نږدې ۴۶۲زره کسان ایستل شوي.

د پاکستان حکومتي راډیو په یوه بیان کې ادعا کړې چې د کډوالو ایستل په« باعزته او خوندي طریقه» دوام لري.

له پاکستانه ګڼو راستنو شویو افغان کډوالو شکایت کړی چې د پاکستان پولیسو د دوی په کورونو چاپې ور وهلي او اکثر مالونه او پیسې یې یا لوټلي یا یې د وړلو اجازه نه ده ورکړې.

د بیان په دوام کې راغلي چې یواځې یکشنبه څه باندې ۹۰۰ بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته واستول شول.

پاکستان داسې وخت د افغان کډوالو د ایستلو بهیر جاري ساتلی چې د ملګرو ملتونو په شمول ګڼو مرستندویانو د راستنېدونکو افغانانو وضعیت خرابه بللی او ویلي یې دي چې د ژمي په ساړه موسم کې هغوی ته رسېدنه خورا ستونزمنه ده.