راپورونه: د ننګرهار په حصارک کې د طالبانو د پوهنې د امر څلور لورګانې وژل‌ شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولايت موقعیت

راپورونه وايي، تېره شپه د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو د پوهنې د امر مولوي غلام جيلاني حنفي کور ته د نامعلومانو کسانو لاسي بمونه غورځولي او د هغه ۴ لورګانې یې وژلي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزي د ننګرهار د مطبوعاتي دفتر په واټس اپ ګروپ کې دغه پېښه تایید کړې ده.

د دې پېښې انګېزه معلومه نه ده او چا یې لا مسوولیت هم نه دی منلی.

تر دې مخکې هم د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو حکومت پر چارواکو ډول ډول بریدونه شوي دي.

د ۲۰۲۳م کال په اګست میاشت کې د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل په خپل دفتر کې ووژل شو.

د هغې وژنې مسوولیت داعش ډلې منلی و.