جرمني له اسراییلو څخه په غزه کې د عملیاتو د شدت کمولو غوښتنه کړې

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک پرون یکشنبه له اسراییل غوښتنه وکړه چې د فلسطینیانو په کلابند شوي قلمرو کې د ملکیانو د لا خوندیتوب په خاطر په غزه کې د خپلو پوځي عملیاتو شدت کم کړي.

له کله چې په غزه کې دا جګړه پیل شوې، جرمني د اسراییل له عمده ملاتړو ګڼل کېږي، خو بایربوک په بیت المقدس کې د خبرو پر مهال خبرداری ورکړ چې د اسراییل امن د ملکیانو د مړینو په کمېدو پورې تړلی دی.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د اسراییل او حماس جګړه څلورمې میاشتې ته ورسېده.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی توندلارې ډلې حماس د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي تر اوسه په دې جګړه کې ۲۲زره ۸۳۵ کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړې نه دي.