د ایران خونړۍ پېښه؛ د وژل شویو افغانانو شمېر په کې ۱۴ ته رسېدلی

د ایران کرمان کې د روانې جنورۍ په درېیمه په شویو چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۱ ته رسېدلی. انځور له پېښې څو شېبې وروسته اخیستل شوی دی.

د ایران د کډوالۍ ملي سازمان وايي، په کرمان ولایت کې د تېرې چهارشنبې جنوري ۳مه په بریدونو کې د وژل شویو افغانانو شمېر ۱۴ تنو ته پورته شوی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د دغه سازمان د مشر محمد جلالي فرد په حواله پرون د جنورۍ ۷مه خبر ورکړ چې په دغو بریدونو کې ۱۹ نور افغانان ټپیان شوي دي.

د جلالي فرد په وينا، شپږ ټپيان لا هم په روغتون کې دي او پاتې نور رخصت شوي دي.

تر دې مخکې د ایران په کرمان ولایت کې د دوو ځانمرګو بریدونو پر مهال د وژل شویو افغانانو شمېر ۱۲ تنه ښودل شوی و.

ایراني چارواکو ویلي چې د جنورۍ د درېیمې نېټې په بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمېر شاوخوا ۹۱ کسانو ته رسېدلی.

دواړه بریدونه په کرمان ولایت کې د ایران د قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلېماني د وژنې د څلورم تلین پر مهال وشوې.

سلېماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳ مه د عراق پلازمینې بغداد ته نږدې د امریکايي ځواکونو په برید کې ووژل شو.