یوه امریکايي فضايي بېړۍ سپوږمۍ ته استول کېږي

ارشیف

ټاکل شوې نن د جنورۍ اتمه یوه امریکايي فضايي بېړۍ سپوږمۍ ته واستول شي.

له څه باندې نیمې پېړۍ وروسته امریکا دا ډول ماموریت عملي کوي، خو اوس خصوصي سکتور د دغه ماموریت مشري کوي.

فضايي بېړۍ به په سیمه‌ییز وخت د نیمې شپې په ۲ بجو او ۱۸ دقیقو د کیپ کاناویرال له فضايي مرکز څخه فضا ته والوځول شي.

که هر څه له پلان سره سم ترسره شي، د امریکا دا فضايي بېړۍ به د روان کال د فبرورۍ په ۲۳ مه د سپوږمۍ پر مخ کېني.

د امریکا متحده ایالات یوازېنی هېواد دی چې د سپوږمۍ پر سطحه د انسان په ښکته کولو برلاسی شوی دی.