ایراني او طالب چارواکو په دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي مسایلو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر امنیتي مسایلو خبرې کړي.

د طالبانو حکومت د دې لیدنې اړوند یوه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې مولوي کبیر په ایران کې د وروستیو بریدونو او خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو په باب ایراني لوري ته تسیلت ویلی او داعش یې د یوه مشترک دښمن په توګه یاد کړی چې د سیمې د ناامنه‌ کولو او د بې ګناه خلکو د وژلو هدف لري.

په دې لیدنه کې همداراز د حسن کاظمي قمي له قوله ویل شوي چې ایران ګواکې د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ نه کوي او د ده په خبره هغه ډلې چې د ایران او افغانستان تر منځ مخالفتونه رامنځته کوي بریالۍ کېدای نه شي.

د طالبانو د حکومت د اعلامیې په اساس په دې لیدنه کې چې یکشنبه ناوخته په کابل کې شوې په ګډې سوداګرۍ او د ټرانزیټ لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو هم خبرې شوي دي.