د کابل د پرونۍ چاودنې د وژل شویو شمېر ۵ تنو ته رسېدلی

د چاودنې هدف ګرځول شوی موټر

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ اعلان کړی چې په دشت برچي سیمه کې د پرونۍ چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر ۵ ته رسېدلی دی.

د دغې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په پرونۍ چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې يا داعش د دغه برید مسولیت منلی دی.

دغه چاودنه پرون په دشت برچي سیمه کې چې تر ډېره هزاره توکمه په کې میشت دي، د سپرلۍ پر کاسټر موټر وشوه.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما هم برید غندلی او د مرګ ژوبلې شمېر یې ۲۵ تنه یاد کړی دی.