د تازه مېوو سوداګر: په بانکونو کې د ګمرکي محصول په تحویلولو کې له ستونزو سره مخ یوو

له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

کابل کې يو شمېر سوداګر چې تازه مېوې او سبزیجات واردوي وايي، دا چې نه‌شي کولای هره ورځ خپل ګمرکي محصول په کابل کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک څانګو ته تحويل کړي، له جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، تر څو چې يې دغه پیسې بانک ته نه وي تحويل کړي، د دوی مالونه چې ډېری یې تازه مېوې او سبزیجات دي، کابل ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي او د وخت په تېرېدو سره خرابيږي.

یو له دغو سوداګرو عزیزالرحمن رحماني ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د څانګو کاري ساعتونه کم شوي او د سوداګرو دې ستونزې ته باید رسېدنه وشي.

هغه زیاتوي:

"مخکې به يې د مازیګر تر څلور‌نيمو پورې کار کاوه، خو اوس له ۳ بجو وروسته کار نه‌کوي. دوی باید دې ته پام وکړي چې موږ دولت ته عواید راټولوو. دوی باید زموږ ستونزه درک کړي، زموږ کار او میوې خرابیږي، موږ يې بازار ته نه‌شو رسولی."

رحماني وايي، له‌دې امله چې هټيوال دوی ته پيسې له غرمې وروسته ورکوي، نو مجبور دي چې ناوخته يې بانک ته وسپاري، خو د افغانستان بانک څانګې له درېيو بجو وروسته له دوی پيسې نه‌اخلي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان بانکي سکتور له ګڼو ستونزو سره مخ شوی، خو طالب چارواکي د ستونزو کمیدو ادعا لري

د تازه مېوو او سبزیو یو بل سوداګر فضل الرحمن احرار هم ورته ستونزه لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ لپاره باید د کابل په شهرنو کې یوه څانګه پرانيستل شي او یا هم بله څانګه پرانيستل شي، څو د شپې له‌خوا خپلې پیسې تحویل کړو، ځکه چې د ورځې بانک بند شي، موږ مجبور يو چې پیسې له ځان سره تورخم یا غلام خان بندر ته یوسو، خو د پيسو وړل ستونزمنه ده، ځکه چې هره ستونزه پېښېدلی شي."

د پکتیا ولایت یو بل سوداګر اغا محمد ادعا کوي چې د افغانستان بانک چې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې دی، هغه پیسې چې دوی یې له پرچون پلورونکو څخه ترلاسه کوي، د پخوا په پرتله کمې اخلي.

هغه وايي:

"ملي بانک مخکې لس سلنه ميده پيسې اخيستي، خو اوس پنځه سلنه ميده پيسې اخلي، په داسې حال کې چې په مارکېټ کې موږ ته ۴۰سلنه ميده پيسې راټوليږي، یوه ستونزه دا ده چې موږ دا ميده پیسې په ډالرو پلورو او بیا لوی پيسې وپېرو چې دا سوداګر ته په زيان تماميږي."

د سوداګرو دغه ستونزې مو د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک له ویاند حسیب‌الله نوري سره شریکې کړې، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي چې د دې ستونزې په اړه څېړنې کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د دارالانشاء مشر اختر محمد احمدي وايي، دوی به په‌دې اړه څېړنې وکړي.

د تازه مېوو او سبزیجاتو سوداګر وايي، په بندرونو کې شپه او ورځ بانکي څانګې فعالې دي، خو دوی يوازې په کابل کې له دې ستونزې سره مخ دي.

ياد سوداګر وايي، دومره بوديجه لري چې خپل ورځنی کاروبار پرې وچلوي او له هټیوالو څخه د خپل پلور د پیسو له راټولولو وروسته خپل ګمرکي محصول بانک ته تحويلوي.

د سوداګرو په خبره، د دوی ډېری واردات له پاکستانه کېږي او په هر موسم کې کابل ته بېلابېلې مېوې او سبزيجات واردوي.