د روسیې بریدونو اوکراین کې د ۵ ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۱۱ تنه ووژل

د هدف شویو سیمو یو تصویر

د روسیې پوځ پرون (شنبې) په دونیڅک کې پر هستوګنو سیمو توغندويي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې د ۵ ماشومانو په شمول لږ ترلږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د روسیې پوځ وايي، دا بریدونه یې د اوکراین له لوري د کریمیا په ټاپووزمه کې د روسي پوځیانو پر مورچو د بریدونو په ځواب کې کړي دي.

روسیې په وروستیو ورځو کې د اوکراین پر هستوګنو سیمو، ملکي تاسیساتو او عادي خلکو بریدونه ډېر کړي دي.

اوکرایني چارواکو پرون وویل چې روسي ځواکونو د دونیڅک ولایت پوکرووسک ښار په توغندو وویشت چې په نتیجه کې یې ۱۱ تنه ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول.