د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې د کابل په لوېدیځ کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل د پولیسو ویندوی خالد ځدراڼ تېره شپه رسنیو ته وویل، دا پېښه د ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د سپرلیو په هغه موټر کې وشوه چې دشت برچي ته روان و.
د خالد ځدراڼ په وینا، په دې پېښه کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ده زیاته کړه، ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، داعش ډلې په خپل ټیلګرام چاینل کې ویلي چې دا برید دوی کړی دی.