ملګرو ملتونو د هرات زلزله ځپلو ته د ۲۵ میلیونه ډالرو عاجلې مرستې غوښتنه وکړه

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د هرات د زلزله ځپلیو د لاسنیوي لپاره په عاجل ډول د ۲۵ ملیون ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.

دغې ادارې پرون شنبه په خپله ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د ژمي له پیلېدو سره د زلزلو له کبله شا و خوا ۲ ملیونه او ۲۰۰زره اغېزمن شوي کسان سرپناه او خوړو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې په وینا، هرات کې د اکتوبر میاشتې د اوومې او یوولسمې په زلزلو کې شا و خوا ۱۵۰۰ کسان مړه او نږدې دوه زره نور ټپیان شول.