سرچینې: مولانا فضل الرحمن نن کابل ته په سفر ځي

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مشر، ملا فضل‌الرحمن

راپورونه وايي چې د پاکستان د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن نن يکشنبه کابل ته په رسمي سفر ځي.

سرچینو پاکستاني رسنیو ته ويلي چې د نوموړي له سفر مخکې ځينې دیني عالمان پرون شنبه لا کابل ته رسېدلي دي.

د معلوماتو له مخې، له فضل الرحمن سره به په دې سفر کې ملا صلاح الدين ايوبي او ملا جمال الدین هم ملګري وي.

فضل الرحمن د ازادي راډيو له مشال څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا کندهار ته هم ځي څو له ملا هیبت الله سره وګوري؟ تایید کړه چې خامخا به د طالبانو له مشر سره ګوري.

هغه دا هم ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان په تړاو به له طالبانو سره ضمني خبرې ولري.

فضل الرحمن داسې وخت افغانستان ته د اړیکو د سمولو په نیت سفر کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ اړیکې د خرابېدو خواته روانې دي.