ملګري ملتونه: د اوړي تر پيله د ستنو شویو افغان کډوالو مرستې ته ۶۰ میلیونه ډالره په کار دي

له پاکستانه یو شمېر تازه ستانه شوي افغانان

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې( یو این ایچ سي ار) له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د اوړي تر پیل پورې د نږدې شپیته میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

( یو این ایچ سي ار) پرون په یوه بیان کې وویل چې د جولای تر میاشتې نږدې څلور څلوېښت نیم میلیونه د هغو افغانانو لپاره پکار دي چې افغانستان ته ستانه شوي او څه باندې اته میلیونه د هغو کډوالو لپاره پکار دي چې په پاکستان کې اوسي.

یو این ایچ سي ار وایي چې افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو لپاره ډیورنډ کرښې ته نږدې د اوبو د چمتو کیدو، د تشنابونو د جوړیدو او د روغتیا په برخه کې مرستې ډېرې ضروري دي.