اوکراین: په کریمیا کې مو د روسیې تر واک لاندې هوایي اډه وویشته

د اوکراین یو پوځي - ارشیف

د اوکراین د هوایي ځواکونو قوماندان نن وویل چې د دوی دفاعي ځواکونو په کریمیا ټاپوزمه کې د ساکي په نوم د روسیې تر واک لاندې هوایي اډه وویشته.

میکولا اولیشچوک په ټیلګرام کې لیکلي دي چې ټول اهداف لګیدلي او روسیې په کریمیا کې د قوماندې یو بل مرکز له لاسه ورکړ.

دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.