د رویټرز سرچینې؛ ایران کې وروستي بریدونه افغانستان مېشتو داعشیانو کړي

د ایران د وروستیو بریدونو سیمه

رویټرز اژانس د امریکا د متحدو ایالتونو د استخباراتو د دوو سرچینو په وینا چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل چې نومونه یې افشا شي، خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې مېشتې داعش خراسان څانګې د ایران په کرمان کې وروستۍ خونړۍ چاودنې کړې دي.

په دې بریدونو کې چې د چهارشنبې په ورځ د ایران د سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین پرمهال وشوې، نژدې ۱۰۰ تنه ووژل شول.

یوشمیر ایراني رسنیو خبر ورکړی دی چې ۱۲ تنه افغانان هم په دې چاودنه کې وژل شوې دي.

داعش د پنجشنبې په ورځ د دې بریدونو مسوولیت واخیست او ویې ویل چې د دوی دوو ځان مرګو دا چاودنې وکړې.