د ایران د سپاه پاسداران قوماندان: تر لیرې او نږدې دښمنه به ورسیږو

د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو قوماندان، حسین سلامي

د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو قوماندان نن وویل چې تر لیرې او نږدې دښمنه به ور ورسیږي.

حسین سلامي نن په بندر عباس کې د یو لړ مراسمو پرمهال چې پکې یوه نوې بېړۍ او سل توغندي نندارې ته وړاندې شول، وویل: نن موږ له دښمن سره له هرې خوا په جګړه کې یوو.

سلامي د دښمن نوم یاد نه کړ، خو دوه ویشت هیوادونو موافقه کړې ده چې د امریکا په مشرۍ په هغه ایتلاف کې برخه واخلي چې په سره سمندرګي کې د یمن د حوثیانو له بریدونو تجارتي بېړۍ وساتي.

ایران د حوثيانو ملاتړ کوي.