منظور پشتین د پنجاب جهلم زندان ته لېږدول شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتین

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي چې د هغوی مشر منظور پشتين د پاکستان د پنجاب صوبې جهلم ضلعې ته وړل شوی او هلته زنداني دی.

دا تر هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر څلورمه په اسلام اباد کې د عدالت لخوا په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته پوليسو پشتين له اډيالې زندانه "ناڅرګنده" ځای ته وړی وو.

د پي ټي اېم يو مخکښ ادريس پشتين د جمعې په ورځ (د جنورۍ پر پينځمه) د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل چې منظور پشتين په جهلم کې زنداني شوی دی، خو د نوموړي په وينا پوليسو لا تر اوسه د پشتين پرضد مقدمه نه ده په ډاګه کړې.

د تحقیقاتو ادارې (اېف ای اې) پر پشتين تور پورې کړی وو چې غورځنګ یې له بهره پیسې ترلاسه کوي خو د پشتين يو وکيل ايمل خان مندوخېل ازادي راډيو ته وويل چې په څلورمه مقدمه کې يې هم پر موکل لګېدلي تورونه بې بنياده ثابت شول.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو.

وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو